دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه                                                                                                                                                                       د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري  ويب پاڼي هرکله راشۍ
  ارواښاد ډاکتر کبير ستوري  
 
 
  د پــښتو ضــرورت  

سیاسی واکمن که پښتانه شی، پښتو کاندی دسرکار ژبـه
هم د ښــــوونــځـــی ، هم ددفــــتر، هـم د خـپل کار ژبـه

بـیا بـه پــوهــان او امـــیان حس کړی ضرورت د پـښتو
پـښتو به شی بـیا د پـوهـنی ، تـجارت او د روزګار ژبـه

 
 
 
  د پـښـتون سـړیـتـوب  
 
د پـــښـتو ســندری
زار دی شـــم قــــلـمه د پــــښـتــو ســـــندری لـیکـــه
بـیا د پــښـتـونـــخــوا د ســــرد رو ســـندری لـــیکـــه

زه خـــپله ټـــپه پـخـپــل ربــاب کــی غــــږول غــــواړم
سـاز پـه یکه زار او یــه قـربـان شـروع کـول غــواړم
زه قــا مـی وحــد ت پـه زور د مــینی جـوړول غــواړم
مــا تـه د خــپل قــا م د نـــنـګیــالـــو ســـــندری لــیکــه
زار دی شــــم قــــلـمه د پـــښـتـو ســـــندری لـــیکــه

زه د ژونـــدون نــاوی خـپل کالـه تـه راوســتل غـــواړم
زه ویــده شــعــور د پـــښـتـونــوالــی ویـــښول غــواړم
زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پــښتو لـــوستل غــواړم
مـــاتـه د خــــپل کلــــی د حــجـــرو ســــــندری لــیکــه
زار دی شـــم قــــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــــیکــه

زه تـا نـه قــلـمه تـــیره تــــوره جـــوړول غــــــواړم
تـا تـه د خـــوشـحـال نـیـکه پــټکی پـه سرول غـــــواړم
لاره مـی پــښـتو ده د پــښـتو پـه لاره تـلـل غــــــواړم
ســـتـوری تـه د ژونـــد د پــــسرلـــو ســنــدری لـــیکه
زار دی شــــم قــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــیکــــه

*************************************
 

په ایــمان مــیـن

دا فــــلســفــي وائــی مــلګـــرو هــــر انــسان مـــین دی
څـــوک پـه پــیسو باندی مــین څـوک په جـانان مین دی

څــوک ددی ښــکلــو مـحـبت کی ســرګــردانــه ګـرزي
څــوک خـود پـرســته دی یــوازی پـخـپل ځـان مـین دی

چـــا د جــنت پــه تــمه تــمه مـــسلـی زړی کــــړی
څـوک په د نــیا کی مـزی غــواړی پـه جـهان مــین دی

څــوک د اوبـو په شـان د هـر یـو لــــوښــی بـــڼه نـیسی
څـــوک لکــه تـــېـږه په ازاد ســـوچ او بــیان مــین دی

د هـر چا خپل کار دی چې مینی ته څنګ رنګ ورکوي
ســـتوری په قـام، وطــن، پــښتو او په ایــمان مــین دی

*************************************
 

 
د ســــوچ ازادۍ
د پـــــښــتــواوغـــــیــرت جــــوړځـــما جـــانـــان دی
تـــل راکـــړی ئـــــی د مـــیـــنــــــی امـــــــتــحان دی

پـه ښـــایـــست اوپـــه ښــــکلا کی ســـاری نـــه شـــتـه
هـــم پـــه خـــوی کــی د وفـــا د بـــڼ ســــلـــطـان دی

مــــال دولــــت به تــــری نـــه واړه صــد قــــه کـــړم
پــــه لــکــــونـــو روپــــــو ئــــی د یــــدن ارزان دی

دی د ســــوچ پـــــه ازادئ بـــــــانـــــدی مــــیـن دی
پـــه هــــمدی خــــبـره هـــر پـــوهـان تـــه ګــــران دی

کـــبــــیـر ســــتوری د کــونــړ ئــــی انــــډ یــــوال دی
چې بــــوډا ســـره بــــوډا ځــوان ســـــره ځـــــوان دی
***********************************

د پــښتو ضــرورت


سیاسی واکمن که پښتانه شی، پښتو کاندی دسرکار ژبـه
هم د ښــــوونــځـــی ، هم ددفــــتر، هـم د خـپل کار ژبـه

بـیا بـه پــوهــان او امـــیان حس کړی ضرورت د پـښتو
پـښتو به شی بـیا د پـوهـنی ، تـجارت او د روزګار ژبـه
*************************************

د نارنج ګل

خوښ مې پسرلى دى د كال ټولو موسمونو كې
ښكلى د نارنج ګل پاچاهي كړي په ګلونو كې
وشيندي خوشبوى د نارنج ګل په چم ګاونډ كې خپل
ژوند شي راژوندى مينه شي ځوانه مين زړونو كې
بوى د نارنج ګل ټول شاعران په مستۍ راولي
جوړه كړي ميله د نارنج ګل ستايي شعرونو كې
خيال د هر عاشق د خپل جانان غېږه كې لوبې كړي
ښكلي لا ښايسته ښكاري په ښكلو لباسونو كې
كم شي د انسان او چاپېريال د حرارت توپير
شي سپما تودوخې وينه ګرمه شي رګونو كې
ستوري د رنګونو فلسفې كې دا لوستلي دي
رنګ خو تل اثر پرېږدي په زړه او دمــــــاغــــــــونـــو كې

*************************************
 

د حـسن جادوګـره
دازاد ســـــــوچ د ســــبا وون خــــــوږه ســــندره یــــمه
د ښـــکلاګانــــو د خــــانــــانـــــــو لـــــه ټـــــبره یــــمه

د نــــــــــوی ژونـــــــد نـــــــــوی نـــــــغـــــــمـه یــــــم
د نـــــــــنــــګـــــــــیـالــــــــــــیـو تــــــــرانــــــه یـــــــم
زه د پــــښـتون جــانان د خــولــی پـــخـه خــــبـره یـــمه
د ښـــــکلاګانــــو د خـــانـــانــــو لــــــه ټــــــبـره یــــمه

زه د هـــــــــــــــــــنـــر دزړه ټـــــــــــوټــــــــه یـــــــــم
د ازاد ژونــــــــــد ښـــــکلـــــــــی ټــــــــــــــپــه یـــــــم
دهــــنر تــــــوکـــی یـــمه، جـــــوړه لـــه هــــنـره یـــمه
د ښــکلاګانــــــو د خــــانـــانــــو لـــــه ټـــــبــره یـــــمه

لاس کــــی مــــی زلــــــــــــــفــی لـــــــــوبــــــــــــووم
تـــــــــــــــریـــــــــنه ګلـــــــونــــــــه جــــــــــــــــوړوم
دمـــینی فــن کـــی زه د حــــسـن جـــــاد وګـــره یـــــمه
د ښــکلاګانــــو د خــــانــــانـــو لــــــه ټــــــــبـره یــــمه

زه پــــه ښـــایــــست کـی پـــــــــښـــتــــــــــنه یـــــــــمه
پـــه تـــــــول د مـــیـــــــنـی کــــــی درنـــــــه یــــــــمه
ســـــــتوری شــاهـد دی تـــیره مـــینه کـی له ســره یـمه
د ښــکلاګانــــو د خـــانــــانــــو لـــــه ټــــــــبـره یـــــمه

*************************************
 

د خټــو کــور
زه په حجرو کې یم لوي شـي ټـنګ ټکــور خــوښوم
د فـن په غــیـږ کې د ادب او سـیاسـت شور خـوښوم

وروري مـــنم غـــلامــې نـه مــنـم پــه جـار وایـــمه
د ورورولۍ جـذبـه په زړه کې لـور په لـور خـوښوم

د بـل پـه مــټـو کــه لــوئــېږم هـډو لـوئ دي نـه شـم
پــښـتون ځـلمې یــم زه د خـپـلـو مـټـو زور خـوښوم

قام په سیاسي ، ثقافتي پــیــژنــد ســیـنګار غــواړمه
زړه او دمـاغ کـې د پــښــتو د مـیـنې اور خــوښــوم

د پـردیــسۍ د ژونــد مــاڼــۍ کــې ګلان کـلــه کــرم
زه کــبـیر ســتوری د وطــن د خـټـو کــور خـوښـوم

*************************************
 

د محمد دين مقيد په ياد

د انسان ژوند يو څو ورځې وي تېرېږي
ښه ده، ښه ده چې په ښه نوم څوك يادېږي

مړ هغه دى چې يې نوم او اثر نه وي
چې يې نوم اثر ژوندى وي نه مړ كېږي

محمد دين مقيد ښه نوم دى ګټلى
اديبان چې يې دېره كې راټولېږي

دى په برخه د غريب بانډې ټينګار كړي
كه هرڅو دونيا بدله شوه بدلېږي

ننګ په پت، ښېګړه توره او وفا كړي
د ادب د اسمان ستورى دى ځلېږي

*************************************

مــــلا مـــت

مـــونـــږه پـــښـتو نــده پـا لـلــی مـلا مـت خـپـله یـو
لـه خـپـل دفـــتـره مــوویــستلــی مـلا مــت خـپله یـو

واکــمن پـــه ویــــنه پـښتانـه دي خو پــښتو نـه کوي
نـــه ئـی لــیکلــی ، نـه ویـلـی مــلا مــت خــپـلـه یـو

د قــام بــچـي پــوهـان زمـونږه، پـه پـښتو نه روزي
پـښـتو ئــی شـا تـه غــورځــولـی مــلا مت خـپله یـو

څو چې پښتون نه شي پښتون ننګ په پښتو و نکړي
دنــیا کـی نـه بــه یــو ښــاغــلی مــلا مت خــپلـه یـو

ســتوریه پـخـپله مــونږه پـړه یـو پردی ګرم مه ګڼه
پـــښــتو پـخپله مـونږ ځــپلــی مــلا مـت خــپلـه یــو

*************************************

د وعــــــا

د مــیـنـی د ښـــمـنـان واړه مــیـن او عـــاشــقـان کــې !
یــــــا ربـــــه د انـــــــســـان !
تـــوان د مــحــبـت زړه کې پــیـدا د هــر انـــسان کـې !
یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!
چې هــر یــو تـن مــیـن شــي پــه انــصاف او عــدالــت
د زور نـــــه وي نـــــــفـــرت
ســــولـــه ارامــــي شــــي او ژونــــد ون وي د عـــزت
د هـــــــر قـــــــام او مـــلــــت
بــنـسـټ او لـسـولـی شـی چـې هـر تـن وی په امان کې!
تـــوان د مـحـبـت زړه کې پـــیـدا د هـــر انــــسـان کـې!
یــــــا ربــــــه د جـــــــهــــان!
چې نـشت نوم د ښکیلاک او دزبیښاک شي په دنیا کې !
قــــایـــــمــه ورورلـــې شـــي
هـر څـوک پـه کار لـګــیا شي د ژونـد ون به ارتـقا کې!
پــدی لار کــې ســیـالــي شــي
شـریـک شـي اولـسـونـه ټــول پـه ګــټـه او تــاوان کې !
تـوان د مـحــبـت زړه کـې پــیـدا د هـــر انــسـان کــې !
یــــــا ربــــه د جـــــــــهــــان!
نـقـشه کې د نـړۍ جـوړه د ســتـوری پـښـتـونـخـوا کې !
چــــې زړه د اســـــــــیــــا دی
تــوان د انـــفـاق پـــه پـــښــتــنـو کـــې راپــــیـدا کـــې !
چــې لـــوی ارمــان زمـــا دي
بـچـی مې د وطــن ټــول د پـــښـتـو پـه لار روان کـې !
تــوان د مـحـبـت زړه کـې پـــیـدا د هــر انــسـان کــې !
یـــــــا ربـــــه د جــــــــهـــان!

*************************************
 

- ډاکتر کبیر ستوری -
  سرلیکونه  

لــــــــــــــــــــــــومــــــــړی مـــــــخ

 كبير ستوري   ژوند ليک

د کـــبـير سـتوري کــتـابـونه

د کــــبـير سـتوري لــيــکــنى

د کبير ستوري انــــځــورونـه
د کــــبـير سـتوري شعرونه
 
  افغاني ويب پاڼي  
خوست ویب
ډاکټر کبیرستوری
پښتونخوا
 
  زموږ سره مو اړيكي  
     

Storiweb@gmail.com

 

 

 

 
   

Copyright Khost-web.Net/stori  All rights reserved Storiweb@gmail.com
 2006-2009 Designed by: Rahim Khan khostai