داپاڼه د جوړیدو په درشل کي ده

 

www.Khost-web.net

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پـــښـتو ســندری


زار دی شـــم قــــلـمه د پــــښـتــو ســـــندری لـیکـــه
بـیا د پــښـتـونـــخــوا د ســــرد رو ســـندری لـــیکـــه

زه خـــپله ټـــپه پـخـپــل ربــاب کــی غــــږول غــــواړم
سـاز پـه یکه زار او یــه قـربـان شـروع کـول غــواړم
زه قــا مـی وحــد ت پـه زور د مــینی جـوړول غــواړم
مــا تـه د خــپل قــا م د نـــنـګیــالـــو ســـــندری لــیکــه
زار دی شــــم قــــلـمه د پـــښـتـو ســـــندری لـــیکــه

زه د ژونـــدون نــاوی خـپل کالـه تـه راوســتل غـــواړم
زه ویــده شــعــور د پـــښـتـونــوالــی ویـــښول غــواړم
زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پــښتو لـــوستل غــواړم
مـــاتـه د خــــپل کلــــی د حــجـــرو ســــــندری لــیکــه
زار دی شـــم قــــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــــیکــه

زه تـا نـه قــلـمه تـــیره تــــوره جـــوړول غــــــواړم
تـا تـه د خـــوشـحـال نـیـکه پــټکی پـه سرول غـــــواړم
لاره مـی پــښـتو ده د پــښـتو پـه لاره تـلـل غــــــواړم
ســـتـوری تـه د ژونـــد د پــــسرلـــو ســنــدری لـــیکه
زار دی شــــم قــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــیکــــه