د مينې ډالۍ

 02 Nov 2008 12:42:51 pm

د مينې ډالۍ

آخر ولې دومره کمزورې شوې، چې د خپل زړه مېشت ته دې هم د بې وفايۍ ډالۍ ورکړه، هغه څوک چې ستا سره به یې خپله هره شېبه شريکوله، حتا ساه ايستنه به یې يوځای درسره غوښتله، اې رښتيا تاته ياد دي، چې په يوه ورځ مې درته وويل: غواړم مرګ مې هم تاسره وي او په موسېدلې لهجه دې وويل کاش، هغه بله خبره مې هم هېره نه ده، چې دواړو په يو وار سره وويل، ای! کاش په ګور کې هم سره يو ځای اوسو او په اخرت کې خو هسې هم يو.
ستا هره ترخه راته خوږه ښکارېده او هېڅ يې نه دردولم، خو اوس چې ستا تصوير ته ګورم، ټول راته د بې وفايۍ کان ښکاري او هېڅ په مينه بلنه نه راکوي، بلکې لا مې له ځانه لرې کوي، خپل ځان رانه بېلوي او هېڅ هم نه وايي، بس تت ښکاري.
خو ماسره پرته له درده بل هېڅ پاتې نه شو، زه به درد ژاړم او تاته مې بيا هغه پخوانی پيغام پرېږدم، چې که مې د سزا درکولو وړتيا درلودای، نو له تامې غوښتل چې څومره مينه زه درسره کوم هغومره ته هم راسره وکړه.

له طرفه : stanikzai | برخه: بېلابيلی ليکنی | تبصرې [ [0]] | پرشاتګ [0]

  له هر رواجه مو په نره بغاوت کړی دی

 02 Nov 2008 11:47:23 am

له هر رواجه مو په نره بغاوت کړی دی - موږ محبت کړی دی موږ محبت کړی دی


يوه په زړه پورې کيسه
يوه ښځه، چې خپل مېړه يې په کور کې نه و له کوره بهر راووتله او ويې ليدل، چې د دې د کور مخې ته درې سپين ږيري ناست وو. نومړې ښځې ورباندې غږ وکړ: که څه هم زه تاسې نه پېژنم، خو ښايي تاسې وږي شوي ياست، مهرباني وکړی، زموږ کور ته راشی او لږ څه شی وخوری.

دوی وپوښتل: آيا د کور څښتن يا سړی شته؟

ښځې په (نه) ورځواب کړه او ورته یې وویلې: هغه دباندې وتلی دی.

دوی زياته کړه: ښه نو چې نشته، بیا نو موږ کور ته نه شو ننوتلی.

په همدې ورځ ماښام، چې د ښځې خاوند کور ته راغی او له ښځې یې وپوښتل، چې ورځ څنګه تېره شوه….؟

ښځې يې همدا کيسه ورته وکړه او خاوند یې په ځواب کې ورته وويل: لاړه شه او هغوی بیا راوبله، ښځې هماغسې وکړل او هغوی یې کور ته راوبلل.
درې واړو سپينږيرو په ځواب کې وویل: موږ درېواړه يو ځای يوه کور ته نه ځو.

ښځې ورنه وپوښتل: ولې؟

يوه زاړه (سپين ږيري) ورته تشريح کړه: هغه خپل يوه ملګري ته اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم شتمني ده او بل ته یې هم اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم برياليتوب دی او زه مينه یم يانې زما نوم مينه دی. نو اوس لاړه شه او په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړی، چې کوم يو ستاسې کور ته درشو.

ښځه خپل کور ته دننه شوه او خپل مېړه ته يې کيسه بيان کړه، خاوند يې ډېر خوشاله شو او وې ويل: څومره ښه، چې کيسه له دې قراره ده؛ نو راځی چې شتمني راوبلو، هغه ته به اجازه ورکړو، چې راشي او زموږ کور له شتمنيو ډک کړي.

د هغه ښځې رد کړه او وې ويل: چې زما ګرانه، ولې کور ته برياليتوب نه رابلو.

د دوی وړه لور، چې د کور په يوه کونج کې ناسته وه او د دوی خبرې يې اورېدې، له لرې یې له خپل وړانديز سره راټوپ کړل: آيا دا به ښه نه وي، چې مينه راوبلو؟ بيا به زموږ کور له مينې ډک وي.

ښځه او ميړه وويل: راځی، چې د خپلې لور وړانديز ومنو، لاړه شه او د هغو له ډلې څخه مينه راوبله.
ښځې همداسې وکړل او له هغه دريو سپين ږيرو څخه يې وپوښتل، په تاسې کې کوم يو مينه ده؟ مهرباني وکړي راشی، زموږ مېلمه شی او موږ ته د کوربه توب وياړ راوبښی.

مينه راولاړ شو او د کور خواته یې قدم وهل پيل کړل، چې دغه دوه نور هم په مينې پسې روان شول. ښځه حيرانه شوه. له شتمني او برياليتوب نه يې وپوښتل: ما يوازې مينه بللی دی، نو تاسې ولې راځی؟

سپين ږيرو ورځواب کړه: که تاسې شتمني يا برياليتوب ته بلنه ورکړې وای؛ نو ښايي هغه نور دوه به بهر پاتې و، خو تاسې مينه وبلله، موږ هم له مينې سره تړلي يو، چېرې چې مينه ده هلته شتمني او برياليتوب هم شته!!!!!.
ستاسې لپاره زما هيله.................
هر چېرته چې درد شته، زه تاسې ته د سولې او بښنې هيله کوم.
هر چېرې چې په ځان اعتماد نه وي، زه تاسې ته د نوي اعتماد يانې بشپړ اعتماد هيله کوم، چې د ټينګ هوډ او په ځان اعتماد درلودلو له لارې خپل کارونه پرمخ بوځی.
هرچېرې چې ستړيا او خسته کېدل وي، زه تاسې ته د پوهې، حوصلې، زغم او ځواک هيله کوم.
هرچېرې چې ډار وي، زه تاسې ته د هڅونې او مينې هيله کوم.
اوس نو تاسې دوه انتخابه لری:
1- چې دا ليک لرې کړی او وې تړی.
2- او يا دا چې مينه راوبلی، له انسانانو سره مينه پيل کړی او دا ليک له ټولو کسانو سره شريک کړی.
زه هيله لرم، چې تاسې به یې دویم انتخاب غوره کړی.

د يو رښتيني ملګري پيدا کول ستونزمن، خوشې کول ګران او هېرول يې ناممکن دي.

له طرفه : stanikzai | برخه: بېلابيلی ليکنی | تبصرې [ [0]] | پرشاتګ [0]

  زه زما په ژبه

 28 Oct 2008 12:16:45 pm

زه زما په ژبه

قدرمنو مينه والو سلامونه او نېکې هيلې مې ومنی!
څښتن تعالی وکړي، چې له خپل ژونده خوښ او له خپلې کورنۍ سره ښېرازه اوسی.
قدرمنو، ستاسې له مينې او هڅونې نه نړۍ مننه، دا دی د يو چا د ډېر ټينګار له امله خپل ژوند ليک درته په خپل قلم لیکم او ستاسې مخې ته يې ږدم.
زما له نوم سره خو څه ناڅه بلد هم ياست، خو بيا هم زما نوم رفيع الله او تخلص مې ستانکزی دی، چې بشپړ نوم مې ورنه رفيع الله ستانکزی جوړيږي، د پلار جان نوم مې انجينر محمد جميل دی او د 1986 زيږدي کال د جنورۍ په 15 د لوګر ولايت محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی يم او هغه مهال افغانستان د اور په سرو لمبو کې سوځېده، چې زموږ کورنۍ هم د نورو افغانانو په څېر هجرت ته زړه ښه کړ او مخ پر پاکستان روان شو، چې په لومړيو کې مو په درسمندو، بیا په چغلپوره، جلوزو، کوهاټ او چراټ کې استوګنه وکړه او له وروسته له 15 کلونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوو.
ښوونيز ژوند مې هم په پېښور کې د تربيه اسلامي په ښوونځي کې پيل او تر اتم ټولګي پورې مې هلته دوام ورکړ، چې بيا مو کډه له هغه ځايه کوهاټ ته لاړه او يو کال مې ښوونيز ژوند کې په ټپه ودرېد او بیا چې بېرته چراټ او حرکت کلي ته راستانه شو، نو بېرته مې په محمديې لېسه کې له اتم ټولګي درس پيل کړ، په زړه پورې یې دا چې په هغه ټولګي کې تر ټولو کوچنی زده کوونکی زه وم او په ډېرو استادانو هم ګران وم او په 2002 زيږدي کال له دغې ليسې فارغ او د کانکور ازموينې لپاره کابل ته راغلم، چې په پايله کې يې د ښوونې او روزنې پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځی ته بريالی شوم او په خپله خوښه پښتو څانګې ته لاړم، چې په 2006 زيږدي کال له دغه پوهنځي هم په ډېره ښه درجه فارغ او د زده کړيالۍ یا محصلۍ د وروستي کال راهيسې په يوه نادولتي دفتر کې د پراجيکټ منېجر په توګه دنده ترسره کوم.
ادبي ژوند مې د محصلۍ څخه راپيليږي، چې هلته مو د يوې مشاعرې بنسټ کېښود او هره اونۍ به مو مشاعره کوله، کله چې له پوهنتون نه فارغ شوم، لږ وخت مې ډېر پيدا کړ نو مې ادبي کارونه مې ډېر کړل او صميم ادبي ټولنې سره غړيتوب او نورو سره همکاري مې هم ډېره شوه، چې پايله یې څو کتابونه تر اوسه یې یو چاپ شوی (د ژباړې فن) او دوه نور (قرآن او تخنيک) او (د ذهني پياوړتيا لپاره لارښوونې) او د ژباړې فن به له نويو زياتونو سره بیا که خیر وي چاپ شي، ځکه چې په ټولنه کې یې ډېر استقبال وشو.

زماسره د اړيکې لپاره له لاندينيو پتو کار اخيستلی شی:
نېغ په نېغه اړيکه: 908 308 700 (0)0093
او د برېښليک په دې لاندينيو پتو هم اړيکه نیولی شی:
rstanikzai@hotmail.com
rafiullah.stanikzai@gmail.com
rafiullah.stanikzai@ @acsor-surveys.com


يادونه: په راتلونکې له خیره سره د لوګر په نامه يو ښکلی او په زړه پورې ويبلاګ پرليکه کوم، که خدای کول، ډېری برخه به یې لوګر پېژندنه وي، که تاسې درانه مینه وال راسره په دې اړه مرسته کولی شی، نو دا به ستاسې مینه وي. د لوګر انځورونه، د لوګر په اړه ليکنې او لوګريانو پېژندنه وي، ماته یې زما په پتو راولېږی.
په مينه
يوازې او يوازې ستاسې
کشر ورور
رفيع الله ستانکزی

له طرفه : stanikzai | برخه: تاريخ او ژوند ليکونه | تبصرې [ [0]] | پرشاتګ [0]

  سزا

 28 Oct 2008 10:42:25 am

که مې تاته د سزا درکولو وړتيا درلودای

نو!

له تابه مې غوښتي وای چې ....

دومره مينه راسره وکړه

لکه څومره چې زه درسره مينه لرم.

له طرفه : stanikzai | برخه: ادبيات | تبصرې [ [0]] | پرشاتګ [0]

  اخ زړه مې.....

 28 Oct 2008 10:31:26 am

آخ! زړه مې.....


هو. دا منم، چې دا چې تاسې ورته ګناه واياست، زه ورته په دېرې سپېڅلتيا قايل یم او تل به يې تکراروم، هو دا مينه ده، چې ما کړې، ستاسې په اند به مينه ګناه وي او سزا به یې مرګ وي، خو ماته بیا پاچاهي ده او که هرځله ژوندی شم، بیا به هم مينه کوم، ځکه په مينه ايمان لرم او مينه باندې باور لرم.

اې زما د چم ګاونډ خلکو! خو له مرګ دمخه مې يوه خبره واوری، ځکه چې د مرګ نه وړاندې هر انسان دا حق لري، چې يو وصيت وکړي، نو زه هم درته دا وصيت کوم، چې له مرګ او سوځولو نه وړاندې زما زړه راوباسی، هغه ځکه چې په دغه زړه کې يو بل څوک اوسي او نه غواړم هغه وسوځيږي، که مو دا کار وکړ، بیا مې ټوټې – ټوټې کړی او ومې سوځوی، خو چې د زړه دننه استوګن ته مې درد ونه رسيږي، ځکه چې هغه هلته ځای نيولی او تل به یې همدغلته استوګنه وي.

له طرفه : stanikzai | برخه: شعر او شاعری | تبصرې [ [0]] | پرشاتګ [0]



1 2 3 ...7 8 9 Next

برخي

Oct 2008 نومبر 2008 Dec 2008
S M T W T F S
            1
2 3 4 5 6 7 8
9 10 11 12 13 14 15
16 17 18 19 20 21 22
23 24 25 26 27 28 29
30       

ارشيف

لټون

Copyright © khost-web 2007