د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

اسلام اودښځو حقوق !

په دې وختونو کې زموږ په ټولنه کې داسلام په اړوند ځينې غرب پلوه داسې غلطې مفکورې اوتصورات لري ، اوداسې انګيري که چيرې اسلام حاکم شي نو موږبه په تياروکې پاتې شو اوله نوې ټکنالوژی او پرمختګ څخه به بې برخې شو ، اوپه ځانګړي توګه د ښځو مقام به راټيټ شي ، ځينې داسې مفسدين شته اوپه دې عقيده دي چې دښځو حقوق به خوړل کېږي اوهيڅ ښځه به خپل حقوق نشي اخيستلی خود دوی داخبرې له واقعياتو څخه لري دي ځکه اسلام دښځو دحقوقو يوازنۍ ضامن دی
زه غواړم د ښځو د حقوقو په باره کې يوڅه څيړنه وکړم چې په اسلام کې ورته ځای ورکړل شوی دی .
دښځې شخصيت ، ازادۍ ،استقلال اسلام ښځه ديوخپلواک شخصيت په توګه وپېژندله اودښځو د حقوقو دراوړلو لپاره يې ډېرې مباريزې وکړې ، اسلام لسګونه کاله مخکې ښځې ته درای اونظر حق ورکړ داپه داسې زمانه کې چې انسانانو به ښځه ديوشيطان په صفت يادوله او په هغه زمانه کې چې اسلام نه وه دوی به خپلې لورګانې ژوندی خښولي او په دوی کې به دالو ی عيب وه چې څوک لور ولري ، خوکله چې د اسلام وړانګې خپرې شوې داټول جهالتو اوظلمونه مخ پر ورکيدو شول تيارې ورکې شوې ، داسې يونظام رامنځته شو چې ښځو ته پکې خپل حقوق وښودل شول .
دوهم . د ملکيت اوميراث اسلام ښځوته کامل ملکيت اوميراث حق ورکړي دی ښځه کولای شي چې خپل کور اوملکيت ولري اوکولای شي له هغه څخه ګټه واخلي او په
 
کار يې واچوي ، او دهغې په مال کې نه پلار ، ورور، او نه خاوند حق لري چې ترې خپل يې کړي او دې ته داحق اسلام ورکړی دی .
دريم . د ښځې تعليم په اسلام کې اسلام ديو پوره دين په حيث په نر اوښځه باندې تعليم فرض کړی دی او دحضرت محمد ص وينا هم د غه ده ، پدې اړوند کومې غلطې خبرې چې د ښځو د تعليم په بر خه کې بعضو مفسدينو کړې دي اوداسې وايي چې اسلام ښځوته د تعليم په برخه کې ځای نه دی ورکړی ، داټول د اسلام دښمنان دي اودوی غواړي چې په اسلام کې نمګړتياوې رامنځته کړي اودوی وايي چې اسلام ښځوته په تعليم کې هيڅ حق نه دی ورکړی داټول د اسلام دښمنان اوداسلام تخريبونکي دي .
اسلام ښځې ته حق ورکړی چې په اسلامي چوکاټ کې علم اوپوهه لاسته راوړي اوپه خپل ژند کې دعلم لوړو مقاماتو ته ځان ورسوي ، اسلام په دې اړوند حدود او احکام ټاکلي دي او دايې شرط ګرځولي چې ښځه دې اسلامي حدودو او احکامو ته توجه وکړي .
بياکولای شي چې تعليم وکړي ، داسې يې نه دې ويلي چې ښځه دې تعليم نه کوي اسلام معيانه دين دی کوم حدود او احکام چې اسلام دښځې په باره کې ويلي دي نو بايد زموږ خورکۍ هغه په خپل ځان باندې عملي کړي اوبيادې ورسته هر ډول تعليم وکړي ، هغه کسان چې نن د ښځو اوبشر د حقوقو غږونه کوي اوپه دې ډول خپل جيبونه ډوکوي داټول غرب پلوه مفکورې لري په واقعيت کې دوی دښځو اوبشرحقوق ترپښولاندې کوي .
 
 
تاسوپه خپله قضاوت وکړی چې ښځه په غربي اواسلامي ټولنه کې څومره فرق لري ، کومه ښځه چې په غربي ټولنه کې ژوند کوي هغه څنګه ده، اوکومه ښځه چې په اسلامي ټولنه کې ژوند کوي هغه څنګه ده .
ګرانو خويندو ! تاسوبايد په دې مکمل پوی شئ چې اسلام ښځې ته عزت ورکوي هغه لوړوي اوژوند ورپه برخه کوي خوشحالي اوپاکي ورکوي اولوړ مقام ورکوي ، په اسلامي اوغربي ټولنه کې يوازې دافرق دی، چې په غربي ټولنه کې ښځه هيڅ مقام نه لري اوښځه دد هيڅ ډول حقوقو امتياز نه لري او دې ته يې اړکوي ترڅو له نارينوسره اوږه په اوږه کاروکړي ترڅو چې دنارينو غوندې کارونه ونه کړي ترهغو پورې داهيڅ ډول مقام او ارزښت نه لري ، تاسو په غربي ټولنه کې د ښځو مقام ته وګورئ کله چې يوه جينۍ څلورلس کلنه شي ټول مکلفيتونه د هغه په غاړه ورچول کېږي له هغه سره نه مور ، نه پلار او نه ورور مرسته کوي ، هغوی پخپله ځانته کار بار پيداکوي کله هرې لارې وي اوپه هغه ټولنه کې ديو حيوان په ډول کارترې اخيستل کېږي ، په يوه مجله کې مې ولوستل دانګلستان په سلو کې ديرش فيصده نجونې د جنسي تيرې اوشرابو له لارې خپل ژوند له لاسه ورکوي ، اوياله همدې لارې ځانته پيسي او نور ضروري شيان ځانته برابروي اوپه دې بد اخلاقي مرض ټوله غربي ټولنه اخته ده
اوس دوی غواړي چې زموږ په ټولنه کې هم دې ته ورته رواجونه پلي کړي ، او د دې بداخلاقي مرض پاشل زموږ په ټولنه کې يوازنۍ وسيله دو دوی رسنۍ دي چې همدا اوس يې موږ دسر په سترګو وينو الله ج دې زموږ ټولنه له دې بد مرغۍ څخه په امن کړي .
 
راځو موضو ع ته ، خواسلام بيا د دې ډول کړنو مخالف دی او واقعي مسلمانان هم نه غواړي چې دخپلې ټولنې وګړي د بربادۍ کندی ته ورولويږي مسلمانان داغواړي چې دخپل ملک پرمختګ يې د اسلام په چوکاټ کې وي داهم نه غواړي چې ملک يې ويجاړ وي اود پردي فرهنګ زهر پرې وشيندل شي ، دښځې کار اوګرځيدا په اسلامي چوکاټ کې غواړي اوله دې سره کلک مخالفت لري .
نه غواړي چې ښځه دې د غربي ښځو په څير وګرځي ،بلکې اسلام ښځو ته داسې مقام ورکړي دی چې په بل هيڅ دين کې نشته نو ګرانو خويندو که خپل عزت، اوابرو او مقام غواړئ نو په اسلامي جامه کې ځان عيار کړئ اوپه اسلامي چوکاټ کې خپل ژوند غوره کړئ ، اوله غربي جامو او ګرځيدا څخه ځان وژغورئ ځکه هغه خو هسې په بد اخلاقۍ مرض اخته دي نو تاسو خپل ځانونه ترې وساتۍ تر څو لوړ مقام مو په برخه شي .
ليکوال : عبدالصمد .بهير
۱۳۹۴ـ۸ـ۱۹
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1655

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1606

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1824

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2350

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6588

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…