د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د إمام سرخسي ژوند

ليکوال: زاهد جلالي
ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي
شمس الأئمة إمام محمد بن أحمد بن أبي سهل أبوبکر السرخسي ( رحمه الله ) د ۵ مې لېږديزې او ۱۱ مې زيږديزې پېړۍ ستر مسلمان حنفي فقيه او قانونپوه شخصيت ؤ. هغه په ما وراء النهر کې ژوند او کار کړی دی. إمام سرخسي په سترو حنفي کتابونو باندې د علمي شرحو په ليکلو سره خورا مشهور شوی دی. په ځانګړي ډول د إمام محمد بن حسن الشيباني ( رحمه الله ) په کتابونو چې په اسلامي قانون کې ستر ځای او مقام لري. همدارنګه نوموړی په قانوني بحثونو او ژور استدلال خورا شهرت لري. د هغه د المبسوط شرحه، په السير الکبير او د أصول الفقه کتاب، په حنفي فقه کې ډېر ستر کتابونه ګڼل کېږي.
إمام سرخسي د حنفي مذهب د ستر مشهور قانون پوه شمس الأئمه حضرت علامه إمام عبد العزيز الحلواني ( رحمه الله ) زده کوونکی پاتې شوی دی. نوموړی د علامه حلواني ( رحمه الله ) د ”مدينة العلوم “ مدرسې د فراغت څخه وروسته، د خپلو کتابونو د ليکلو او مناظرو په وجه ډېر وپېژندل شو. له همدې امله هغه د خپل ښوونکي لقب ( شمس الائمة ) ترلاسه کړ او په دغه نوم يادېده.
علامه إمام سرخسي ډېر ذکي، علامه عالم، رېښتينی او زړه ور قانون پوه ؤ. هغه د هغې فتوا له امله د وخت د حاکم له اړخه زنداني شو، چې د هغه پر ضد يې ورکړې وه. هغه په يوه ستر رېښتيني قانون پوه باندې پېژندل شوی ؤ او ډېر مريدان او پيروان يې پيدا کړي وو. حکومت نوموړی د حکومت ضد نظرياتو وړاندې کولو څخه منعه نه شوی کړی، نو په يوه وچه څاه کې يې واچولو. د ۱۴ کاله زندان په دوران کې هغه د زندان له څښتنانو دا اجازه ترلاسه کړه چې خپل زده کوونکي يې راشي او د څاه د دېوال په سر کې کېني او د هغه شرحې وليکي. په دغه شکل، هغه په لسګونو کتابونه شرحه کړل. هغه د الإقرار د شرحې په آخري متن کې ليکلي: ”د شريرو خلکو په زندان کې د بندي له لوري شرحه شوي.“
دا ډېره له تعجبه ډکه خبره ده، چې هغه ټول کتابونه چې شرحه کړي يې وو، په يادو ياد کړي وو. يوازې دا نه، بلکې پر دې سربېره، د هغه دولس زره رسالې هم په يادو يادې وې.
دا د تعجب ځای دی چې دا دومره ستر کتابونه هغه په دې ۱۴ کلنه زنداني دوره کې شرحه کړي دي. المبسوط کتاب يې په ۳۰ ټوکونو کې چاپ شوی دی، چې د څاه نه خپلو زده کوونکو ته ويلی ؤ او دوی ليکلی دی. د إمام محمد بن حسن الشيباني ( رحمه الله ) د السير الکبير شرحه چې ۵ ټوکونو کې ده، دا يې هم د څاه له لارې زده کوونکو ته وړاندې کړې وه. دغه ستر فقيه په دغه شکل په لسګونو کتابونه له څاه څخه شرحه کړل.
ارواښاد ډاکټر محمد حميد الله څه ښه ويلي دي: ”موږ، هغه څوک چې آزاد يو، بايد له دغه ستر فقيه يې زده کړو، چې خپل کار يې په وچه څاه کې هم پرېنښود، په داسې چې هغه دې ته هم نه پرېښودل کېده چې د ځان سره يو وړوکی کتاب هم ولري، او تر ننه پورې او د راتلونکو نسلونو لپاره ستر ميراث او ستره دارايي ده.“
إمام سرخسي يو د هغو حنفي قانون پوهانو څخه دی، چې په ياد مذهب کې ډېر لوړ مقام لري او د بنسټيزې مرجع په توګه کارول کېږي. علامه إبن عابدين ( رحمه الله ) د حنفي مذهب فقهاء او قانون پوهان په ۷ درجو باندې وېشي. حضرت إمام أبوحنيفه ( رحمه الله ) چې د مذهب بنسټګر دی، په لومړۍ درجه کې شتون لري او په اصلي مجتهد باندې نومول کېږي. قاضي أبو يوسف ( رحمه الله )، إمام محمد الشيباني ( رحمه الله ) او د إمام أبو حنيفه ( رحمه الله ) نور زده کوونکي په دويمه درجه کې راځي او دوی ته مجتهدين په مذهب کې وايي. إمام خساف، إمام طحاوي، إمام حلواني، إمام بزدوي، إمام سرخسي او نور رحمهم الله په درېيمه درجه کې راځي، او دوی د نويو موضوعاتو مجتهدين دي. نو علامه إمام سرخسي په حنفي مذهب کې ستر ځای لري.
علامه سرخسي ډېر ستر ستر زده کوونکي لري، چې له هغې ډلې إمام عمر بن حبيب ( رحمه الله ) چې د إمام برهان الدين المرغيناني ( رحمه الله )، د هدايې د ليکوال نيکه، د يادونې وړ دی.
د دغه ستر فقيه مړينه د تاريخ پوهانو ترمنځ اختلافي ده. خو احتمالاً چې په ۵۰۰ / ۱۲۰۶ نېټه کې يې د دې فاني نړۍ نه رحلت کړی وي. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ. روح يې ښاد او د فردوس عالي جنتونه يې ځای شه !!!.
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1266

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1253

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1410

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1910

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6132

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…