جمعه, سپتمبر 10, 2010

 د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته ښه راغلاست!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون مړه خو نه يو

هنري کره کتنه ادبی لیکڼي

  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

انځوریز البوم

khostnew (2...
Image Detail
1239016725_...
Image Detail
56
Image Detail

داوونۍ انځور

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې

ROKNEWSPAGER ERROR: File not found: file:///C:/Users/OMEDZA%7E1/AppData/Local/Temp/msohtml1/01/clip_image001.jpg
  • 1
  • 2
  • 3
  • 4
  • 5
  • 6
  • 7
  • 8
  • 9
  • 10
  • 11
  • 12
  • 13
  • 14
  • 15
  • 16
  • 17
  • 18
  • 19
  • 20

دخوست کتابتون

 

دا برخه د جوړیدو په درشل کي ده  !!

د کاميابۍ راز!!!

شيخ الحديث والقرآن مولانا احمدشاه (خفظه الله تعالى) – نړۍ اونيزه
د قرآنکريم فضائل
 ١:په قرآنکريم پوهه حکمت )جامع علم او عمل( دى(البقره ٢٣١) ٢:دا نيغه لاره ده جنت ته(الانعام ١٥٣) ٣:د الله تعالى خاص رحمت دى (الاعراف ٢٠٤)٤:دا د حقيقي خوشحالۍ سبب دى(يونس ٥٨) ٥:د اتحاد، اتفاق او مينې راوستونکى دى(ال عمران ١٠٣) ٦:د دښمنۍ او بد بينۍ ورکوونکى دى (ال عمران ١٠٣)٧:دالله تعالى د برکتونو د نازليدو سبب دى (المائده ٦٦)٨:دې کي شفاء ده (يونس ) ٩:پوره نصيحت دى ١٠:زده کړه يې خير او کاميابي ده (البخاري)١١:د قرآن ماهر به د نيکانو ملائيکو سره وي (البخاري)١٢: الله تعالى په قرآنکريم سره قومونو ته عزت ور بخښي او چي کله(ددى لاره)پريږدى نو ذليله کوي يې(مسلم )١٣:کوم مومن چي قرآن لولي د ترنج په شان دى چي بوي او خوند دواړه يې ښه دى.

د قرآنکريم آداب:١:
په پوره اودس سره يې را اخيستل او تلاوت کول ٢:قرآنکريم د تجويد سره زده کول ٣:عمل ورباندى کول ٤: دعوت يې کول ٥:ددى نه دفاع کول ٦: په ښي لاس سره اخيستل ٧:تکيه ور ته نه کول ٨:په دى مال خرچ کول
د قرآنکريم موضوع:
ايمان او توحيد(د الله تعالى په ذات ايمان لرل او الله تعالى په ذات،صفاتونو،نومونو،کارونو او فيصلو کي يو ګڼل )ده.
دليل:الله تعا لى فرمائي:(وليعلمواانماهواله واحد)چې داخلک پوه شي چې يقيناًالله تعالى په بنده ګۍ اوالوهيت کې يو دى(ابراهيم٥٢).[شرح فقه اکبرص ١٠مدارج السالکين ج٣ص٤٥٠ مرقات ج٢ص١٦٨] کي علماء وايې: چي قرآن ټول د توحيد په اثبات او د شرک په رد کي نازل شوى دى.
د قرآنکريم لوى مقصدونه
-١:ايمان او توحيد.٢:درسول الله صلي الله عليه و سلم د رسالت اثبات.٣: د قرآنکريم د رښتنولۍ اثبات.٤:په آخرت ايمان لرل.٥:د الله جل جلا له په لاره کي جهاد او قتال.٦:د الله جل جلا له په لاره کي د مال لګول.٧:په مؤمنانو کي نظم او اتفاق جوړول.٨:اسلامي آداب .
په لنډه توګه يې تشريح
 -١:د توحيد معنى الله جل جلا له يووګڼل شي او هيڅ مخلوق (انسان،نبي،ولي،ملک،د دنيا بادشاهان،ونه،ګټه،غوا،لمر،سپوږمۍ،ستوري پير صاحب،بابا...او داسي نور)ورسره د برخي والا و نه ګرځول شي. ٢:او د توحيد ضد شرک دى چي الله جل جلا له يې بغير د توبي څخه نه بخښي(النساء ٤٨) او په داسي بنده جنت حرام دى(المائده ٧٢)٣:او په دى سره ټول اعمال برباديږي(زمر ٦٥)٤:او مشرک انسان به د هلاکت په کنده کي غورځيږى(الحج ٤)٥:که چا د يوي ذري په اندازه هم شرک وکړو جنت ورباندې حرام دى(بخاري)
د شرک ځينې ډولونه
١- شرک في العلم:
د الله جل جلا له نه بغير بل مخلوق دغـيبو والا ګڼل(چي دا فلاني پير صاحب،ولي صاحب په غيبو پوهيږي او فلاني ښځي باندى ښاپيري دى او دغيبوشيان معلوموي)مګر يوازي الله جل جلا له په غيبو پوهيږي(اعراف١٨٨)٢:پيريان هم په غيبونه پوهيږي(سباء١٤)٣:ملائيکې هم په غيبونه پوهيږي(بقرة٣٢)٤:انبياء کرام هم په غيبونه پوهيږي(المائده ١٠٩)٥:محمد رسول الله صلي الله عليه و سلم هم په غيبو نه پوهيږي(الاعراف ١٨٨).
په دى موضوع تفصيلي بحث په جواهر توحيد،بوارق الغيب،ازالة الرميبفي مسًلة علم غيب او تنشيط الاذهان کي وګوري.
٢- شرک في التصرف:
دى ته وايې چي د الله جل جلا له څخه غيريو مخلوق د الوهيت په کارونو کي د اختيار،قدرت او تصرف والا وبولي. لکه:پيداکول،رزق،بادشاهي،عزت،ذلت، خزاني او داسي نورورکول يو خاص بنده (پير،ولي ،فلاني بابا...او داسي نورو)ته ثابتول شرک في التصرف دى.
١: رسول الله صلي الله عليه و سلم د الوهيت د کارونو واکدار نه ؤ.(الاعراف١٨٨يونس٨٨جن ٢١الممتحنة ٤)
٢:هرمعبودچي غيرالله وي واکدارنه دى.(رعد١٣الاسراء٥٦الفرقان٥٥سباء٣٣زمر٣٨فاطر٣٣)٣:هيڅ يو مخـلوق د الله جل جلا له په کارونو کي تصرف او واکداري نلري (که دا مخلوق هر څه او هر څوک وي)(انعام١٧يونس١٠٧احزاب١٧الفتح١١)په حديث شريف کي دى چي رسول الله صلي الله عليه و سلم خپلوانو ته اوفرمائيل:زه د الله جل جلا له په وړاندى ستاسو لپاره هيڅ واک نلرم (صحيح البخاري)
شرک في الدعاء:
دى ته وايې چي الله جل جلا له څخه غير يو مخلوق د مخلوقاتونه داسي مدد په داسي وخت وغواړي چي د هغه په وس کي نه وي.
لکه:اي فلاني ولي،فلاني بابا،فلاني پيرصاحب،فلاني نبي فلانى بادشاه!!!زما حاجت پوره کړه،زما مشکل،مرض،غريبي لري کړه نو دا شرک في الدعاء دى.او که بنده نه مخامخ چي ژوندى وي او هغه څه تري وغواړي چي د هغه په وس کي وي؛ نو دا شرک نه دى.
قرآن اوسنت ددى تشريح داسي کوي
١:بلنه د غير الله  ارتداددى.(انعام٧١)٢:دا کفر دى.(مؤمنون١١٧رعـد١٤)٣:دا شرک دى.(فاطر١٤الجن٢٥)٤:دا ظلم دى.(يونس١٠٦)٥:دا د حق نه لريوالي او ګمراهي ده.(الاحقاف٥)٦:ددى نه الله جل جلا له منع کړيده.(الجن١٨يونس١٠٦الشعراء٢١٣الانعام٥٦) ٧:د ابن مسعود رضي الله عنه نه داسي روايت دى چي رسول الله صلي الله عليه و سلم اوفرمايل:لويه ګناه دا ده چي الله جل جلا له سره بل شريک او برخي والاته را مدد شه! ووايې(صحيح البخاريمشکوة ج١ص١٧تفسيرروح المعاني ج١٤ص١٦٠،ج١٧ص٢١٢)
شرک في العبادة:
دى ته وايې چي الله جل جلا له سره په عبادت محبت ، اميد او اطاعت کي يو مخلوق د مخلوقاتو(نبي،ولي،پيرصاحب،بابا،ونه،ګټه،لمر،سپوږمي...او داسي نور)برخي والاوګرځولاي شي.
١:د غيرالله څخه د عبادت منع.(الانعام٥٦المؤمن٦٦)٢:د غيرالله نه د عبادت نفي او الله جل جلا له ته يې اثبات(هود٢،٢٦بني اسرائيل٢٣البقره٨٣)٣:مخلوق ته د غيرالله په عبادت هيڅ وجه او جواز نه شته.(الانبياء٦٦يونس١٨)٤:دا بې عقلي ده.(الانبياء١١،٦٧)٥:دا جهنم ته دهميشه داخليدولپاره سبب دى.٦:معاذ رضي الله عنه فرمايلي چي رسول الله صلي الله عليه و سلم اوفرمايل:د الله جل جلا له حق په بندګانو دادى چي عبادت خاص کړي الله جل جلا له لره او شرک به ورسره نه کوي.(صحيح البخاري)نولمونځ،رکوع،سجده،انحناء(لاس په نامه ښکته کيدل)،نذر،اطاعت،محبت،خوف،رجا،زکوة، عشروغيره دالله جل جلا له حق دى.
دغيرالله په نا مه نذر:
الله جل جلا له نه غيرد مخلوق(نبي،ولي،پيرصاحب،پيري،باد شاه،زيارت،بابا،حاجي صاحب...) په نامه اوتعظيم نذر(حلوا... وغيره تقسيمول)کولو ته فعلي شرک وايې او په شرک في العبادة کي هم شاميليږي،او دا حرام دىاو هغه مالونه چي د مخلوق په تعظيم اونذر باندى حلال کړاي شي د ثواب پرځاي عظيمه ګناه ده، دا کار هم حرام دى.
اوددغي حلال کړاي شوي مالونواونذرونو(حلواګانو)خوړل هم ناروا دى. (البقرة١٧٣المائده٣الانعام١٤٥نحل١١٥)او په دى هکله د لا ډيرو معلوماتو لپاره احسن الکلام،د څلورو واړو مذهبونوکتابونو څخه لکه:ردالمحتارلـلشامي ج٢ص١٢٨،البحرالرائق ج٢ص٢٩٨،فتاوى عزيزي ج١ص٣٣، مکتوبات امام رباني ج٣ص٧١مکتوب٤١.
په برکتونو کي شرک:
شرک في البرکات دى ته وايې چي انسان يا پيري داسي عقيده وساتي چي د شيانوپيدا کول او په هغوي کي برکات اوفايدى اچول دالله نه بغيرمخلوق (نبي،ولي،تعويذ      ،بابا،پيرصاحب،دزيارت خرده...اوداسي نور)هم اچولي شي نو دى ته ځکه شرک في البرکات وايې چي برکات پيداکول او ورکول د الله جل جلا له خصوصي صفت دى.
په(الاعراف٥٤المؤمنون١٤الفرقان١،١٠،٦١المؤمن٦٤... او داسي نورو)سورتونو کي يې برکت د الله جل جلا له خاص صفت بللي دى.البته مخلوق مبارک کيداي شي په مفعولي معنى سره(چي الله جل جلا له په دوي کي برکت اچوي) دليل يي حديث د بخاري دى: ما هي باول برکتکم يا آل ابي بکر! (اي د ابوبکر کورنۍ!داخو ستاسي اولني برکت نه دى؟!چي الله جل جلا له يې تاسي ته درکوي مطلب دا چي مخلوق برکتونه نه شي  ورکولاي اګر که نبي ،ولي او بادشاه وي، البته الله جل جلاله په دوى کې برکتونه او فايدي اچوي.
په شرح عقيدة الطحاوية کي ليکلي چي دعا به په برکت د فلاني سره نه کوي(ج٢ص٢٦٢)او تفصيل يې وګور‌ىً ځکه چي د امام ا بوحنيفة رحمةالله عليه د مذهب کتاب دى.
شرک في الحاکمية:
دى ته شرک في الحکم،شرک في الملک،شرک في التشريع،شرک في الاطاعه هم وايې (اودادشرک في التصرف يوقسم هم دى).ددى مطلب دادى چي قانون،شريعت،نظام ،حکومت ،فيصلي،حلال اوحرام،جائزاوناجائز،روا اوناروا(د دنيا تکويني او تشريعي نظام)داټول ټاکل د يوه الله جل جلا له نه بغيرمخلوق(پيرصاحب،ملا،شيخ،امام،ملک،خان،باد شاه،نواب،وزير،بين الملل،مققنه قوه(پارلمان)،قومي شوري...او داسي نورو) ته ثابتول شرک في الحاکمية دى.الله جل جلا له په دى (المائده٤٤،٤٥،٤٧يوسف٤٠،٦٧القصص٧٠المؤمن١٢هود٤٥التين٨)آيتونو کي حاکميت ځان ته ثابت کړي او شرک في الحاکمية يې رد کړي.ملک او بادشاهي په قرآن عظيم الشان کي ٣٧ کرته الله جل جلا له ته ثابته ده.
نوراځي ورونوکوم انسانان چي د شرک د پورتنيو قسمونو نه په هر يوه اخته وي هغوي ته د ايمان او توحيد بلنه د قرآن او سنت په رڼا کي ورکړو چي د ځان سره هغوي هم د هميشه دوزخ څخه د الله جل جلا له په همکارۍ وژغورو.انشا‌ءالله ................... پاتي برخه بيا......
او په دى کارکي د هيچا څخه ويره،طمع او شرم ونه کړواو خپل مسؤليت د الله جل جلا له په وړاندى په ښه توګه اداءکړو.
ترتيب او تحقيق: شيخ الحديث والقرآن مولانا احمدشاه (خفظه الله تعالى)
مهتمم: مولانا فضل الرحيم
 ناظم: مولانا سردار ولي (ثاقب)
د اړيکو شمېري:   ٠٧٩٩٤٠٩٢٦١        ٠٧٧٤٥٨٤٧٦٣

Author of this article: مولانا سردار ولي (ثاقب)

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

مينه

 
 

 

د پښتو ژبې پلار اجمل خټک بابا

دا مهال په ليکه

اوسمهال 17 مېلمانه پرليكه

د ګډون والو ننوتل

د ډاکتر کبير ستوري ويبپاڼه