یکشنبه, مـې 19, 13
د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د استخاری لمونځ

که سړی د کوم کار اراده وکړی  او دهغه په  شروع کې د شک او ترديد په حال کې وی یعنی نه پوهيږي چه پدی کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی  چه هغه د استخاری لمونځ او دُعا ده .
په  حديث شريف کې ددی ډير ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لری نو استخاره دې وکړي  ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .
همدارنګه درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم نه اړ کيږي .
د استخاری د لمانځه  طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړی او د لمانځ نه ورسته په اخلاص او ښه نيت دا دعا ووائي .
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ).
کله چه په مخکني  دعا کې هَذَا الأَمْرَ  ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری  هغه به په زړه کې  را وګرځوي . 
بيا به په اداسه مخ پر قبله بيده شي .
ځنو صالح او ښو خلکو ويلی چه  که په خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه ارادی ته ګوری چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .

دحاجت لمونځ :
که سړی له داسې کار سره مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو باوجود نه پوره کيږي يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړی دوه رکعاته لمونځ د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به دخدای ج حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې ووائي :
لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ العَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ".

 د تسبيح لمونځ :

ددی لمونځ کول لوی فضيلت لری ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ،لوی او واړه ،ښکاره او پټ ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي  دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ور ښولی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې  ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو واری ضرور او خامخا کوه .
ددی لمانځه څلور رکعتونه دی  د نور لمونځونو پشان  دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدی وجه  د تسبيح لمونځ بلل کيږي  د کولو طريقه يې په لاندی ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړی تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ  ورسته دا تسبيحات پنځلس ۱۵ واره وائی  بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة ورسته لس ۱۰ واره ئی بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم ورسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی څخه ورسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئی چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت د پاره ولاړ شي د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئی ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په په پورته ذکر شوي  ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.

د تهجد لمونځ :
دفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  ده .
په حديث شريف کې راغلی دی  دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی .
حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو  نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )

دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی  سبا (صبح صادق ) پوری کيږي خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده .
د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه  دی .

--------------------------------------------------------------------
  له هالنډ څخه ممتاز عمرزی
  د استخاری ، تهجد،حاجت او تسبيح  لمونځ  په باره کې معلومات ورکړی او دا هم ذکر کړئ  چه  دغه لمونځونه   څه وخت اداکيږي              
مننه
bia ham Mumtaz "Omarzai"  le Holland sakha
de Estekhara , tahajud , hajat ,salatultasbih  pe bara ke malumat warkry aw da ham zeker kry che pe kom waqt da lmanzona ada keday she
manena

اسلام او مذهب

مئ 11, 2013 28

دې کې به هم خير

by زاهد جلالي
مئ 02, 2013 57

امام ابو حنيفه او د نظر مخالفت

by زاهد جلالي
مارچ 01, 2013 326

اسلامي نړۍ او سيکولرېزم/زاهد جلالي

by زاهد جلالي

لنډې کېسې

بې وخته واده / لنډه کيسه

مئ 14, 2013 18 نورشاه نوراني
هغه د ښوونځي په دوولسم ټولګي کې درس ويلو له ده سره په ټولګي کې ډير داسې ځوانان هم وو، چې وادونه يې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

مئ 14, 2013 12

دخواشینۍ پیغام

by انجنیرعبدالقادرمسعود
دخواشینۍ پیغام په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم، ارواښاد الحاج…
مئ 11, 2013 11

نن دې په سترګو کې د تېرې شپې کیسه ورکه ده

by ایمل مړوند
ختیځ ادبي بهیر ملګرو په خپله ۴۲ مه اونیزه غونډه کې د ځوان…
مئ 11, 2013 8

په کابل کي داوسيدونکو ځدراڼو دقومي شورا / اعلاميه

by ..
بسم اله الرحمن الرحيم 17.ثور.1392 مونږدپاکستان له دولت…

میړاني دي چې یادیږي

باچاخان او عدم تشدد

جنوري 21, 2013 209 علي خان محسود
Khan Abdul Ghaffar Khan, Bacha Khan (c. 1890 – 20 January 1988) لیک: علي خان محسود، جرمني -…

دخوست کتابتون

په پاڼه كې تجارتي اعلانونه

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

مئ 19, 2013 1

طوفاني کښتۍ

by عظیم جان کاکړ
تـيري دهـجران خـوارۍ…
مئ 19, 2013

څه پیژنم!

by ارواښاد ملنګ جان
مجنون دې رانه جوړ کړو ننګ و…
مئ 19, 2013

پرون وصل کې سلطان وم

by ارواښاد ملنګ جان
پرون وصل کې سلطان وم نن په…
مئ 19, 2013

نن سبا

by شیرنبی خان خاکسار
ګل سره بلبل همیشه ښه ښکاري…

راپـورونـه او مـرکې

له شاعر او ليكوال سيد عبدالباري روحاني سره مركه

فبروري 21, 2013 279 عزت الله ذکي
ټاټوبى: په لومړي سر کښي که روحاني صاحب ځان زموږ درنو لوستونکو ته ورمعرفي کړئ، مهرباتي به مو وي؟…

چاپي اثار

کتاب ښار اداره د زمزمه نيازۍ د شعري ټولګې مخکتنه کوي!

مئ 11, 2013 13 د کتاب ښار اداره
د کتاب ښار اداره،کتاب چينه او میرمن کلتوري ـ ټولنيزبهير وياړي،چې د پښتو ادب هڅاندې شاعرې زمزمه…

«دسولې ژورنالیزم» کتاب خپورشو!

اپرېل 06, 2013 32 ننګرهار رسنیز کور
دسولې ژونالیزم په نامه کتاب ، چې مسعود مومن په دري ژبه لیکلی، دکابل او ننګرهارپوهنتونونواستاد محمد…

دمتلونو کیسې

جولای 02, 2011 2218

د مور په څېر خوږه پښتو

by عبدالباري ( رمان )
دپلرونو اونيکونوله وخته راته…
اکتوبر 19, 2010 2560

متلونو کیسه

by پیاوخیل
متل کيسه .: وایی چی يوه کورنئ…
مئ 02, 2010 2158

دغومبر خوليه لوړې، سردې مه خېږه له لړې

by علم ګل سحر
دغومبر خولۍ دپکتيا ولايت د…

روغتيا او کورنۍ

د ناروغۍ بربڼد ګواښونه او د درمل پټ رمزونه

فبروري 08, 2013 144 ډاکټر لمر
نن سبا بشري نړۍ د ناروغيو له ګڼشمېر بڼو سره لاس او ګرېوان ده. پوهان د نويو درملو او درمليزو توګو په…

تاریخ څه وایی

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

مئ 19, 2013 د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې…