د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

سياسي, ټولنيزې ,او بېلابېلې ليکنې

د رنګ توس / دریمه برخه

فروري 19, 2016 1108 پوهنمل حاجي محمد نوزادي
( په تیرو دوو برخو کي د انرژي د یوې مهمي سرچینې په توګه پخپله د طبعي ګاز او د هغه د لیږدولو د ځانګړتیاوو په هکله تر یوه…

د رنګ توس / دویمه برخه

فروري 19, 2016 1004 پوهنمل حاجی محمد نوزادی
( په تیري لومړی برخي کي دمګړی د انرژي د یوې ډیري مهمي او ارزښتناکي سرچینې په توګه د طبعي ګاز په هکله اړین مالومات…

د رنګ توس / لومړۍ برخه

فروري 19, 2016 1196 پوهنمل حاجی محمد نوزادی
څو خبرو زه ددې توس په اړه هیله من کړم یم . تاپي ( TAPI ) ښیم چي ما یو وخت پخپلو لیکنو کي د افغانانو د پاره د سیمي په…

د افغان سولې اړوند ځينې مهمې یادونې

فروري 19, 2016 1155 نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند افغان ولس د سولې تږی دی، نږدې ۴۰ کلونه عملا افغان ولس په جګړه کې سوځي، او په بېلابېلو وختونو کې ډیر ضرر…

هنري کره کتنه ادبی لیکڼي

د ستر خوشال بابا پنځوس غوره ویناوې

دیسمبر 21, 2015 1822 عطا محمد میاخېل
ترتیب او راټولونه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ له هغه دینه کفر ډېر غوره ده، چې له یقینه خالي او له شکه ډک وي. دا په مونږ…

مونولوګ

دیسمبر 21, 2015 1214 جمشیدعمرعمر
د داستاني او نندارییز ادبیاتو یوه داسې طریقه ده، چې په هغه کې کرکتر د زړه خبرې خپل ځان، لیدونکو او یا اوریدونکو ته کوي.…

علمي او معلوماتي ليکنې

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالی په په اړه د نواب امیرزی‎ ليکنه

نواب امیرزی‎
ګرانو دوستانو سلامونه تڼی دشیتک اولاده د بنوڅی او داوړ ورور او دوه زره کاله وړاندی له شاوال څخه بنو او بیا خوست ته…

د خوست پېژندنې لارښود / ۱۸ څپرکی

عبدالرؤف ننګیال
ولسي نرخ: نرخ او عادت یو لرغونی قبیلوي دود دی، چې دغه دروند دود ثابت او ټاکلي مقررات لري. د نره له مخې هغه جنجالي او…

روغتيا او کورنۍ

اقتصاد،اداره اومديريت

دماليه مفهوم او پيـــــــــژندانه:

جنوري 06, 2016 1454 قدیرشاه حکیمی
دماليه مفهوم او پيـــــــــژندانه: ماليه په افغانستان کى پنځه زره کلن غيررسمى تاريخ لري.چه دوه سوه نه پنځوس کاله دمخه…

مديريت د يوۀ هنر پۀ توګه:

فروري 09, 2013 4468 ژباړن: انبيا ژمن
هنر مطلوبو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه، د پوهې او وړتياوو د کارونې پۀ مفهوم دى. هنر کولاى شو غوره ښايېدونکو\ممکنو پايلو ته…

کرنه او مالداري

هوږه

جولای 16, 2013 5488 شاه حسین خرمزی وردګ
هوږه د پیازو له نسله ګڼل کیږی چی په عربی ورته (ثوم) د هوږی په اړوند پیغمبر(ص) فرمایلی (هوږه وخوری چی د ۷۰ ناروغیو درمل…

دزردالیو اهمیت په افغانستان کی

اپریل 17, 2012 6005 شاه حسین خرم زی وردګ
Default Image
بسم الله الرحمن الرحیم دزردالیو اهمیت په افغانستان کی افغانستان یو زراعتی هیواد دی چی مغز لرونکی میوی دهغی مهم اوعمده…

رسنۍ او ټولنه


            
دحکومتدارۍ په معاصر سياسي مفهوم کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومت څلورم ځواک پيژندل شوی دی ، كه له يوه لوري داځواک پدې مكلف دی ترڅو د ملت ذهنيت د حکومت له سياسي پاليسۍ  سره همغږی کړي ، او د حکومت د سياسي تګلارې اړوند د ملت تائيد تر لاسه کړي ، او هغو سياسي ارزښتونو ته ملت متعهدکړي چې په بنسټ ئې حکومت ولاړ وي  . خو بل لوری ته دا ځواک په دې هم مکلف دی چې ټولنه د هر راز پردی فکری ، عقیدوی او فرهنګې یرغل څخه وساتي ، د ټولنې دیني او ملي ارزښتونو ته متعهد وي . سربيره پدې دا ځواک په ټولنه کې عام وګړي هر لوری ته چې وغواړي سوقولي يې شي ، دا ځواک په ټولنه کې ژور اثر لري او دکوم معيارمطابق چې وغواړي انسان جوړکړي جوړولئ يې شي . له کومه ځايه چې دا ځواک په انساني ټولنه کې ژور او مهم اثر لري نو په افغانستان کې د نظامي يرغل تر څنګ دا هڅه هم په لاره واچول شوله تر څو دا ارزښتناکه ځواک هم د يرغلګرو په واک کې پاتي وي ، څرنګه چه د افغانستان چاپيريال د هر ډول لاسوهنه لپاره پرانيستئ دی نو پدې پرانيستي چاپيريال کې د افغاني ټولنې عام وګړئ د پرديومطبوعاتي تبليغاتو تر اثر لاندی دی ، او هڅه کيږي چې د افغانستان د اسلامي او اصيل کلتور څخه فاصله ايجاد شي .
 کله چې په نړۍ کې او په ځانګړي توګه په لويديځ کې د ماديت فلسفې او نظريې سر را پورته کړاو د انسان نفسي غوښتنو ته يي خاصه پاملرنه وکړه اودانسان د جنسي غرايزو په راپارولو کې يې په ډير قوت سره ونډه واخيسته ، نو انسان پدې ټولنه کې يوازي په مادي لاسته راوړنو او د نفسي غوښتنو پر ځاي کولو پسي سرګردانه او ليواله شو .
کوم مهال چې په لويديځ کې د جنسي غرايزو د راپارولو افکار و نظريات په ډير قوت سره مطرح شول نو پدې ټولنو کې جنسي دآستانونه او کيسې او شعرونه رواج شول ، له کومه ځايه چې په لويديځ ټولنه کې مادي لاسته راوړنه د نفسي غوښتنود پرځاي کولو لپارډيره د اهميت وړ وه نو د مادي ګټه لپاره د لويديځ اکثريت ليکوالانو دغه راز ليکنو ته مخه کړه لدې کبله دا حرکت په ډير قوت په ټولنه کې خپور شو ، که څه هم دا راز ناوړه ادب او ليکدود په لومړی ځل په لويديځ کې رواج شو خو په دير چټکتيا او پياوړتيا سره د نړۍ نورو هيوادونو ته وغزول شو، دغه داخلاقو دښمن حرکت نه يوازي د لوديځ ټولنه له ستونزو سره مخ کړله بلکه دنړۍ د ګڼ شمير هيوادونو اخلاقي ټولنه يې هم له تهديدسره مخ کړه ، دغه حرکت انساني ټولنه له هر راز اخلاقي ارزښتونو څخه تجريد کړله ، پداسي حال کې چې په لويديځ تولنه کې هم ديو لړ اخلاقي ارزښتنو په اساس ځينی انساني اړيکي (جنسي اړيکي ) له نورو نه په جلا توګه تر سره کيدلي په عام مظهر کې د حيوانانو په څير پر ځاي شوي او کيږي ، د جنسي غرايزو د راپارولو دغه حرکت هر هغه ديني تړاو چي انسان په روحي او اخلاقي اړخ کې ورته اړتيا لري لي منځه يووړ ، او انساني ټولنه يې په حيواني ټولنه بدله کړله .
دا چې دغه حرکت د لويديځ ټولنه کوم ځاي ته رسولي ده ټولو ته څرګنده ده خو انديښنه او غم دا دی چې دا حرکت يوازي په لويديځ ټولنه کې منحصر پاتي نشو ، د دې اور لمن په ډيرقوت سره اسلامي نړۍ ته وغزول شو ،او د اسلامي نړۍ ګڼ شمير هيوادونه پکښي سوځي ، خو په ځانګړې توګه افغانستان ځکه چې افغانستان د نړۍ پر مخ هغه يوازنی هيواد دی چې چاپيريال يې هر راز يرغل ته پرانيستئ دي لکه چې وړاندي مو څرګندونه وکړه .
 دنظامي يرغل د پيل سره سره زموږ په هيواد کې هغه وسايل چې په اوسني عصر کې خورا مهم او ارزښتناکه دي ، اود ټولنې ذهنيت يو معين لوري د سوقولو دنده پر غاړه لري ، لکه ستلايت سيستم په بازارونو کې په رمزي بيه پلوريدل ترڅو دهربيوزله افغاني کور ته دا وسايل ورسيږي ، او دافغانانو ذهنيت په اړولو کې خپله دنده تر سره کړي ، اوس مهال د افغانستان په هغو کليو او سيمو کې د افغانانو په کورونو کې د ستلايت سيستم فعال دي چې د انساني ژوندانه نورې ډيرې آسنتياوې هلته وجود نلري .
د افغانستان په اسلامي او په دين مينه افغاني ټولنه کې نن خلک هغه لوري ته سوقيږي کوم لوري ته چې د لويديځ ټولنه لدې وړاندې سوق شوي ده ، کومه ټولنه چې د مادي ارزښت نه پرته بل هيڅ راز اخلاقي او ديني ارزښت پکښي اهميت نلري . په افغانساتان کې هم کوښښ دا دې چې ټولنه له هر راز معنوي ارزښتونو څخه تجريد شي کوم چې د اسلام سپيڅلي دين ورپه برخه کړی دي ،او دعام وګړي موخه په ژوندانه کې يوازي مادي لاسته راوړنه او د نفسي غوښتنو پر ځاي کول وي .
که رسنيۍ د افغانستان دي خو هغه څه پکښي وړاندي کيږي چې يا د لويديځ  کرغیړن فکري توليد دي يا د هند بدبویه ډوډ او کلچر دي اويا دايران منحرفه عقيده ده . نو د دې پردي فکري توليد او پردي کلچر او پردۍ عقيدې په چاپيريال کې به څرنګه يو په اسلام مين او اصيل افغان وروزل شي ؟ آيا دا څه چې زموږ په مطبوعاتو کې د افغانستان عام وګړو ته وړاندي کيږي دا زموږ د سپيڅلي دين او کلتور سره سمون لري ؟.
زموږ ليکوالان او د رسنيو مسؤلين بايد خپل ايماني او وجداني مسؤليت په افغاني ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو سره سم د انسان جوړولو اړوند له پامه ونه غورځوي . يوه ضروري يادونه هم دا ده چې د جنسي غرايزو د راپارول د حرکت تر څنګ دا زيار هم په لاره اچول شوي دی ترڅو په اسلامي نړۍ او خصوصا په افغانستان کې دين د انساني ژوندانه څخه ګوښه کړي ، له بدمرغه داسي افغاني ليکوالان او رسنيې توظيف شوې تر څو د شک نه ډک بحثونه په لاره واچوي او دا ثابته کړي چې ګواکي انسان په ژوندانه کې دين ته اړتيا نلري ، خو تر کومه ځايه چې دين د انسان داخلاقي او روحي تهذيب دنده پر غاړه لري نو لدې کبله د لويديځ په ټولنه کې اخلاقي او روحي فساد رامنځ ته شو ځکه چې خلکو له دين نه فاصله ونيوله او دين د دوی له ژوندانه څخه ګوښه شوو .
په اسلامي سپيڅلي تاريخ کې داسي ډير واقعات شته چې زموږ په ټولنه کې عام وګړی په سمه توګه وروزي هغه په ټولنه کې د انسان جوړولو لپاره ډير ښه توليد کيدلاي شي ، که هغه د داستان ليکنه لپاره وي که د فلم جوړول لپاره که د ټلويزون پروګرام لپاره او که هغه د انترنتي پاڼه لپاره ليکنه وي .
خو له بدمرغه زموږ په انترنټي سايټونو کې داسي بحثونه په لاره اچول شوي دي چې زموږ اسلامي او افغاني ټولنه زيانمنه وي او دلويديځ مادي نظريه ته خدمت کوي .
د اسلامي او افغاني رسنيو مسؤليت دا ندي چې د بيان د آزادۍ اصل ته په احترام سره هر هغه څه خپاره کړي چې ټولنه ته ګټور نوي يا دي ملي او ديني ډوډ سره په ټکر کې وي ، اود بيان له آزادۍ څخه دا تعبير هم درست ندي چې له خپل ملي او اسلامي مسؤليت نه سترګي پټي شي او دمخالف لوري نظر خپور شي ، دا دبيان د آزادۍ اصل ته د احترام حربه يوازي زموږ لپاره پيدا شوي ده ، آيا د لويديځ مطبوعات دبيان آزادۍ ته احترام ساتلي دي ؟ او هر هغه څه يې خپاره کړي چې د دوي دملي او امني ارزښتونو او ذهني تصور سره په ټکر کې دي ، هيڅ کله نه .
د دوي پيژندل شوي رسنيۍ د دفاع وزارت او د استخبارتو د شبکو تر څارنې لاندې دي ، او هر څه وروسته لدې خپريږي چې د استخباراتو او ددفاع د وزارت له لوري چک شي . نو پکارده چې زموږ رسنيۍ دبيان د آزادۍ په پلمه دپرديو نظرياتو د خدمت وسيله ونه ګرځي ، او په لا شعوري ډول د نورو نظريات منعکس نکړي .
د موږ ټولنه له لوي خطر سره مخ ده او په وطن مين افغانان بايد خپل مسؤليت وپيژني ، هره خپلواکه افغانۍ رسنۍ بايد زيار وباسي ترڅو د افغانستان څلورم ځواک د بهرني يرغل نه وژغوري ،او هڅه وشي تر څو دا ځواک په افغاني ټولنه کې د انسان جوړول د اسلامي معيارونو مطابق تر سره کړي ، د افغاني کلتور په وده کې اسلامي ارزښتونو ته پام وشي ، او خپل ايماني او وجداني مسؤليت په ټولنه کې تر سره کړي ، نه دا چې دمادي لاسته راوړنې لپاره رسنۍ توظيف شي . او ځيني رسنيۍ د دې لپاره له خپل ديني مسؤليت نه مخ اړوي چې سياسي مصلحت يي زيانمن نشي ، خو دا راز تګلاره د اسلامي احکامو په رڼا کې جايزه نده ، نو د هر راز سیاسي ، اقتصادي ..مصلحت لپاره د ديني ارزښتنونوپه حساب تنازل جواز نلري .
که موږ د خپل هيواد رسنۍ په دريو برخو وويشو نو په لومړي ګام کې اسلامي رسنيۍ مسؤليت لري چې د ايران د مذهبي او عقيدوي يرغل په وړاندي خپل مسؤليت په ميړانه تر سره کړي . او هغه رسنيۍ چې په کلتوري لحاظ خپرونې لري بايد د هند د کلچر په وړاندي خپله مبارزه په پياوړتيا سره تر سره کړي ، او هغه رسنيۍ چې ټولنيزه بڼه لري بايد د لويديځ د ناوړه او فاسدو نظرياتو مخنيوي وکړي .
که زموږ ټوپک پردئ کيږي خوزموږ قلم بايد پردئ نشي که قلم هم پردئ شو نو بيا به حتما زموږ ټولنه د تباهۍ کندې ته ولویږي .
  ليکنه : عبدالرحمن فرقاني
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1070

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1071

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1192

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1682

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5888

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…