د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ۳۲ بیټ او ۶۴ بیټ پروسیسر تر منځ څه فرق دی؟

b_150_100_16777215_00_images_32-or-64-bit.jpg

 

د کمپیوټر د پراسیسرو دوه لوې کټه ګوري چې ۳۲ بیټ او ۶۴ بیټ دي یواځې د کمپیوټر په سرعت او کړنو پورې تړلې خبره نه ده بلکې د کمپیوټر سافټویرونه هم په همدې پسې تړلې دي چې څه ډول سافټویر اړوند  پروسیسر چلولای شي
 
 
 
۳۲ بیټ پروسیسر
 
په وروستیو کې تر ۱۹۹۰م کال پورې  د کمپیوټر د پرمختګ سره دا هغه لومړنی قوي پروسیسر و چې په ټولو کمپیوټرونو کې استعمالیده انټیل پریمیم او AMD  مخکینی ۳۲ بیټ پروسیسر و د ۳۲ بیټ پروسیسر لپاره پکار ده چې په کمپیوټر کې ۳۲ بیټ اپریټینګ سیسټم (Operating System ) او ۳۲ بیټ سافټویرونه وي او په هغه ډیټا یې کار کولای شو چې ۳۲ بیټ وي وینډوز ۹۵ ، وینډوز ۹۸ او وینډوز ایکس پي د ۳۲ بیټ پروسیسر لپاره مناسبې اپریټینګ سیسټمې ( Operating System ) وې چې ډیرې استعمالیدې
 
 
 
۶۴ بیټ پروسیسر
 
۶۴ بیټه پروسیسر په ۱۹۶۱ م کال کې کله چې IBM  خپل تولید IBM 7030  دوامدار سوپر کمپیوټر تولید کړ په دغه وخت کې د کورونو د استعمال لپاره نه و وروسته بیا په ۲۰۰۰ م کال کې د مایکروسافټ لخوا د ۶۴ بیټه پروسیسر لپاره وینډوز برابره شوه استعمال یې عام شو په وینډوز ویسټا ، وینډوز ۷ او وینډوز ۸ کې د ۶۴ بیټه پروسیسر لپاره اړوندې نمونې راغلې نور مختلف ډول سافټویرونه د ۶۴ بیټه پروسیسر لپاره ډیزاین او برابر شو چې یواځې په ۶۴ بیټه پراخوالې سره ډیټا باندې غوره کار کولای شي 
 
 
 
د ۳۲ بیټه او ۶۴ بیټه پروسیسرونو تر منځ توپیر
 
  د ۳۲ بیټ او ۶۴ بیټه پروسیسرونو تر منځ لوی او بنیادي توپیر د کار چټکتیا ده ، ۶۴ بیټه پروسیسر په ډبل کور او کواډ کور کې راغلې دي او شپږ کور مختلفې نمونې یې راغلې ( اته کور هم ډیر ژر راځي) له یوه کور اضافه کیدل د کار د قوي کولو او کمپیوټر ته د طاقت باعث ګرځي او په تیزۍ سره د کار کولو قابلیت پیدا کوي پروسیسر خپل کار ژر ترسره کوي هغه سافټویرونه چې پکې ډیرې فرمولې تر کار لاندې راځي او پکې ډیر پروسیس ته ضرورت وي دا ډول پروسیسر یې کارونه ژر خلاصوي یوه بله ډیره مهمه خبره چې باید په ذهن کې مو وي هغه دا چې ۶۴ بیټ پروسیسر هغه پروګرامونه چې د ۳۲ بیټ پروسیسر لپاره ډیزاین شوې وي چلولای شي خو چې زمونږ په کمپیوټر کې ۶۴ بیټه اپریټینګ سیسټم ( Operating System ) نصب شوی وي
 
 
 
د ۳۲ بیټ پروسیسر او ۶۴ بیټ پروسیسر تر منځ یو بل غټ فرق دا دی چې د میموري ( RAM ) قابلیت یې مختلف دی د ۳۲ بیټ پروسیسر قابلیت تر ۳ یا ۴GB میموري پورې دی او بیا د ۶۴ بیټ پروسیسر  له ۴ جي بي څخه د زیاتې میمورې قابلیت هم لري دا د هغه سافټویرونو لپاره ښه او غوره خبره چې د زیاتې میمورې استعمال ته ضرورت لري لکه د ډیزایننګ سافټویرونه ، د انجینرۍ سافټویرونه ، د ویډیو برابرونې سافټویرونه .... هغه سافټویرونه چې پکې ډیرو فرمولو یا عملیاتو ته ضرورت وي
 
یوه بله یادونه هم کوم چې ډیر ګیمونه یا هغه سافټویرونه چې په ۳۲ بیټ پروسیسر کې کار نه کوي نو دلته بیا لږ بدلون ته اړتیا وي چې باید داسې لاره برابره شي چې زمونږ سافټویر یا ګیم ته پروسیسر ۶۴ شي یعنې د ځینو لپآره پکار ده چې ویډیو کارډ یا ګیم کارډ ولږوو هغه زمونږ د پروسیسر لپاره نور طاقت دی
 
په اخیره کې به ووایم چې ورځ تر بلې په کورنیو او نورو کمپیوټرونو کې ۶۴ بیټه پروسیسر ډیر په چټکۍ سره روان مخته روان دی او ډیر ژر به د ۳۲ بیټ پروسیسر ځای ونیسي په اوس وخت کې یې قیمت لږ لوړ دی خو هڅې روانې دي چې قیمت یې کم او بازار یې ډیر شي
 
اساسي برخه: کمپيوټرزده کړه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1655

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1606

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1824

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2350

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6588

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…