د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ناروغ جنۍ

((د کوچنيانو لپاره په زړه پورې کيسه))

 په يوه هېواد کې يو سوداګر اوسېده، د هغه درې زامن وو، ورځې شپې تېرېدې د هغه زامن هم په غټېدو شوه،تر دې چې له پلار سره به يې دهغه په سوداګريزو کارونو کې مرسته کوله.

د دوى په ګاونډ کې يو ډېر شتمن سړى اوسېده، ده يوه ډېره ښکلې لور درلود، دا نه يوازې ښکلې وه، بلکى د خو اخلاقو لرونکې هم وه، سوداګر هيله لرله چې له دې جنۍ سره د خپلو دريو زامنو څخه د يوه واده وکړي.

سوداګر پر دې نه پوهېده چې له دې ښکلې جنۍ سره د کوم زوى واده وکړي او پاتې دوه نور څنګه په خپلې پرېکړې راضي کړي.

دا چې د زامنو ترمنځ يې څه جينجال رامنځته نشي، نو په دې خاطر يې يو شرط کېښود او ټولو زامنو ته يې زر زر روپۍ ورکړې او ورته يې وويل: ((تاسې ټول بايد هندوستان ته لاړ شئ او په دغه پيسو چې ما درکړي يو شي واخلئ، چا چې ښه شى واخيست، زه به پوه شم چې هغه زما په کاروبار پوهېږي، نو زه به يې له هغې جنۍ سره واده وکړم.))

دوى پيسې واخيستې او هندوستان ته لاړل، کله چې ورسېدل، په يوه سراى کې يې ځانته ځانته کوټه په کرايه ونيوله، د ورځې لخوا به دوى بازار ته  د کاروبار لپاره وتل او ماښام به بېرته راتلل، ساعت دوه به سره يو ځاى کېناستل او سره به يې خبرې کولې، او بيا به ټول خپلو کوټو ته د خوب لپاره تلل.

يوه ورځ  يې مشر ورور په بازار کې ګرځېده، ده يو سړى وليد چې غالۍ يې پلورله، سړي په تګ تګ کې پر خلکو غږ کاوه او د ځان لوري ته به يې متوجه کول.، اى خلکو ژر کوئ، راشئ دا هوايي غالۍ واخلئ، دا غالۍ الوځي، پر دې کېنۍ او هر چرته چې غواړئ لاړ شئ.

د سوداګر زوى فکر وکړ چې له دې الوتونکې غالۍ څخه بل ښه شى نشته، ((زه به دا غالۍ خامخا اخلم او دا به خپل پلار ته وړم، هغه به يې خامخا خوښه کړي او زما واده به له هغې جنۍ سره وکړي.))

ده له غالۍ پلورونکي څخه د غالۍ د قيمت پوښتنه وکړه

-         د دې قيمت صرف زر روپۍ دى

ده ژر پيسې ورکړې او غالۍ يې تاوه کړه او په يوه لويه بوجۍ کې يې واچوله او له ورونو څخه يې پټه خپلې کوټې کې ځاى پر ځاى کړه.

د سوداګر بل زوى هم بازار ته د يوه داسي شي په لټه کې وتى و، چې څه ګټه ولري، کله چې له يوه کلي څخه تېره، وه يې ليدل چې يو سړى پر لاره روان دى اوهينداره پلوري، ده سړي په تګ تګ کې پر خلکو غږ کاوه: اى خلک راشئ دا هينداره واخلئ، تاسې په دې هېنداره کې د دنيا هر ګوټ چې غواړۍ ليدلاى شئ.

د سوداګر زوى ډېر حيران شو، په منډه د هيندارې پلورونکي ته ورغى او ورڅخه يې د قيمت پوښتنه وکړه.

هغه ځواب ورکړ: د دې قيمت صرف زر روپۍ دى.))

د سوداګر زوى ژر پيسې را وويستې او هينداره يې واخيسته، کله چې  شپې د خوب کوټې ته لاړو نو، هينداره يې هلته پټه کړه او په دې اړه يې ورونو ته هيڅ ونه ويل.

د سوداګر تر ټولو کوچنى زوى هم بازار ته په همدې هيله وتى و، هلته يې يو سړى وليده چې پياله يې پلورله.

= خلکو راشئ، راشئ، وګورئ، دا حيرانونکي پياله وګورئ! که په دې پياله کې داسې ناروغ چې د مرګ په حالت کې په بستر پروت وي اوبه وڅښي، نو سم له لاسه به روغ شي.

د سوداګر دې زوى پياله له نورو ټولو شيانو څخه غوره وبلله او د پېرلو پرېکړه يې وکړه. ده پوره باور درلود چې که پلار يې دا جادوګره پياله وګوري، نو ډېر به خوښ شي او هغه ښکلې جنۍ به ده ته واده کړي، ده نور ځنډ ونه کړ، سم له لاسه يې پياله و پېرله، د دې پيالې قيمت هم زر روپۍ وې، ده هم لکه د نورو ورڼو دغه راز پټ وساته.

دوى ټولو خپل د مطلب شيان اخيستي وو او پرته له دې چې يو بل ته و وايي هغه شيان يې په خپلو کوټو کې غلي کړي وو.

اوس دوى کورته د تګ تيارى پيل کړ، خو مخکې تر دې چې کور ته سفر پيل کړي، يوه شپه منځنى ورور يې خپلې کوټې ته راغى، دروازه يې بنده کړه او هغه هينداره يې راواخيسته، ده په دې هينداره کې هر هغه شى ليداى شواى چې زړه يې غوښتل. اوس يې هينداره هغه لور ته واړوله کوم هېواد کې چې هغه جنۍ اوسېده، ناڅاپه يې خپله ناروغه محبوبا وليدله چې د نارغۍ له امله په بستر پرته وه، هغه نږدې وه چې مړه شي، ډېر پرېشانه شو او په منډه خپلو ورونو ته ورغى او هغوى ته يې ټول حال ووايه.

کوچني ورور ورته وويل: مه وېرېږى ما سره داسې پياله ده چې که هر څومره ناروغه انسان پکې اوبه وڅښي رغېږي. خو موږ بايد ژر تر ژره هلته لاړ شو، خو موږ به څنګه ځو، موږ سره خو داسې کومه وسيله هم نشته، تاسې خو پوهېږئ زموږ کور له دې ځايه څومره لرې دى.؟

تر ټولو مشر ورور په پوره ډاډ خپلو ورونو ته د سفر د تياري حکم وکړ او ورته يې وويل: ما يوه داسې غالۍ اخيستې که موږ پرې کېنو، نو د سترګو په رپ کې به مو هلته ورسوي.

ټولو ورونو خپل خپل سامان ژر ژر راټول کړ او بيا له سراى نه بهر ميدان ته ووتل چرته چې يې مشر ورور جادويي غالۍ خوره کړې وه.

کله چې ټول پر غالۍ کېناستل، مشر ورور يې چې دا غالۍ پېرلې وه غالۍ ته د الوتلو حکم وکړ  او سم له لاسه هغې ناروغې جنۍ ته ورسېدل.

تر ټولو کشر ورور په خپلې ځانګړې پيالې کې اوبه واچولې او هغې جنۍ ته يې ورکړې، جنۍ چې څنګه اوبه وڅښلې سمدستي راپورته شوه، ته به وايې هيڅ ناروغه نه وه.

اوس جنۍ رکه روغه وه، خو په دې دريو وروڼو کې د دې خبرې پرېکړه ناممکنه وه چې څوک به له دې ښکلې جنۍ سره واده کوي، ځکه دې درېواړو دعوه لرله چې له دې جنۍ سره به واده کوي.

ټول سره پخپلو کې په جنجال وو.

يوه ويل که زما پياله نه واى نو هغه به مړه شوې واى، هغه مشر وويل که زما غالۍ نه واى، نو په خپل وخت به نه واى رسيدلي، نو ځکه زما حق دى چې له دې جنۍ سره واده وکړم.

منځني ورور وويل: که ما سره جادويي هينداره نه واى، نو موږ ته کله هم پته نه لګېده چې هغه بيماره ده.

اخر درېواړه ورونه اړ شول چې قاضي ته لاړ شي تر څو هغه يې تر منځ پرېکړه وکړي. هر يوه قاضي ته خپله خپله دعوه وړاندې کړه، قاضي د ټولو خبرې په غور سره واورېدې او بيا يې خپله پرېکړه داسې بيان کړه:

 تر ټولو کوچني ورور ته يې وويل: ستا پيالې د دغې جنۍ ژوند وژغوره، نو  په دې خاطر ته اوس د دې جنۍ ورور شوې او ته نه شې کولاى ورسره واده وکړې او پاتې دواړه ورونه دې پخپل منځ کې پچه واچوي هر چا چې يوړه همغه به له جنۍ سره واده کوي.

په دې ځاى کې د کيسې راوي وايي چې پچه منځني ورور يوړله او له هغې ښکلې جنۍ سره يې واده وکړ.

پاى

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1760

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1715

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1961

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2515

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6749

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…