د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

راځی د ښځو لوړ مقام ته ارزښت ورکړو

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_12wmn.jpg



 

نیټه: ۸/۳/۲۰۱۲

د هر څه مخکی د مارچ اتمه ورځ چی د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په مناسبت لمناځل کیږی د هیواد رنځیدلو میندو، خویندو او د نړی ټولو ښځو ته مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم، نیکمرغه او هوسا ژوند ورته غواړم.
د ۱۸۷۵ ل کال د مارچ په اتمه ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو د نیویارک د ښار کارګرو ښځو د خپل کار د شرایطو د ښه والی لپاره په لاریونونو لاس پوری کړ چی د ښځو د ژوندانه او انسانی حقوقو لپاره په یوه تاریخی ورځ بدله سوه.
د آلمان سوسیالیسته میرمن کلارا زتکین چی د هغه هیواد د سوسیال دموکرات ګوند غړی وه، دغه ورځ د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په نامه خپلی کنګری ته واړندیز کړه چی ومنل سوه او بیا په ۱۹۷۵ ل کال کی د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د ښځو د نړیوال کال په نامه اعلان سو او په ۱۹۷۷ ل کال کی د ملګرو ملتونو د فرهنګی او پوهنیزی اداری (یونسکو) لخوا د مارچ اتمه ورځ د ښځو د نړیوالی ورځی په نامه په رسمیت وپیژندل سوه چی د هغه څخه وروسته په ټوله نړی کی د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون، همږغی او د حقوقو څخه د ملاتړ په مخ په بیلابیلو پروګرامونو او غونډو سره لمانځل کیږی.
په افغانستان کی هم د څو لسیزو راهیسی د مارچ اتمه په مختلفو غونډو او پروګرامونو سره په پایتخت او د ولایاتو په مراکزو کی لمانځل کیږی خو افغانی بی وزلی ښځی لا تر اوسه:

• د خپل اسلامی، شرعی او مدنی حقوقو څخه بی برخی دی
• د دودیزو نه منل سوی رواجونو او تاوتریخوالی قربانیانی دی
• زده کړه چی یو منل سوی اسلامی او انسانی حق دی بی برخی دی
• کوچنی او پیغلی نجونی او کونډی ښځی د نارینو د تربګنیو او د دښمنیو په پایله کی د مړی په بدل کی ورکول کیږی چی په ډیر بد او تریخ چاپریال کی شپی او ورځی تیروی
• په نری رنځ او نورو مختلفو ناروغیو باندی مبتلا کیږی
• په ځینو سیمو کی پلرونه خپلی لوڼی په څارویو بدلوی او یائی خرڅوی چی دا ټول د دینی او مدنی پوهی د نشتوالی څخه سرچینه نیسی

د پورتنیو نیمګرتیاو د ختمولو لپاره په کار ده چی د مدنی او ټولنیزو ټولنو تر څنګ د هیواد جهید دینی عالمانو، ملا امامانو او منورینو د خلګو د ذهنونو د روښانتیا او پوهولو لپاره هلی ځلی وکړی او پرینږدی چی په کلیو او بانډو کی زموږ میندی او خویندی نور د ناوړو دودونو او تاوتریخوالی قربانی سی او د هغوی بشری، مدنی او اسلامی حقوق ترپښو لاندی سی.
ګرانو هیوادوالو راځی!
د افغانو ښځو د پیوستون او حقوقو د مدافعینو په توګه برحق کار وکړو تر څو چی د ټولنی د نیمایی څخه زیاته برخه )ښځی( د خپل حق څخه برخه مندی سی.
 
نیکمرغه دی وی د ښځو د پیوستون ورځ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1070

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1071

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1192

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1682

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5888

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…